IQNA

 د انګلستان یوه یولس کلن مسلمان نابغه له انیشټاین او هاؤکینګه هم لاغوره ذهنی برلاسی لري

14:06 - November 15, 2022
د خبر لمبر: 3486463
ایکنا-(تهران) په انګلستان کې یو یولس کلن هلک د هوش په امتحان کې د آلبرټ انیشټاین اوسټيون هاؤکینګ په څير د نابغه شخصیّتونو په نسبت لازیات نمبر ترلاسه کړل.

ایکناخبری آژانس د عرب نیوز له قوله راپور راکړ،د انګلستان د لیډز اوسیدونکي یولس کلن زلمي یوسف شاه دهوش په ټسټ کې یو سل دوه شپیته نمبرې ترلاسه کړې چې د البرټ انیشټاین او سټیفن هاؤکینګ په څير له نابغه ؤ څخه هم لالوړ ذهن لري.هغه له اتلس کلونو کم عمره کس په توګه تر ټولو زیات لمبرو په ترلاسه کولو سره،د نړۍ د سلو برلاسه کسانو برخه شو.

د شپږم صنف دغه زده کونکي نمبرې د سټیفن هاؤکینګ او انشټاین په څير دنړۍ له مشهورو فیزیک پوهانو له امتیاز سره پرتله کیږی چې اټکل کیږي، یوسل شپیته نمبر ئې ترلاسه کول.

یوسف شاه په یوې مرکې کې ووئيل،له دې وروسته چې دهغه دوستانو تل هغه ته وئيل،څومره باهوشه ئې،فیصله وکړه چې د منسا هوش په  امتحان کې ګډون وکړي.

 هغه په توضیح کې ووئیل،تل موغوښتل پوهه شم آیا دهغو دوه فیصدي خلکو برخه یم چې په دغه امتحان کې ګډون کوي یا نه.هغه زیاته کړې چې د هرهغه کار کولو عاشق یم چې مغزه تحریک کوي او او سودوکو له پازل او دروبیک مکعبونو له حل کولو خوند اخلي.

ددغه نابغه مسلمان مور وائي،زه هغه ته وایم  چې پلار دې تر اوسه له تا ډير باهوشه دی،هغې زیاته کړې چې هغه دخپل زوي وړتیاؤ ته له پامه پرته زیاترته ډیر اهمیّت ورکوي او هغه ته ئې القاء کوي.

یوسف شاه هیله لري چې ریاضیات په کمبریجیا آکسفورډ کې ولولي،په داسې حال کې چې دغه اته کلن وروخالد امیدوار دی چې کله لوي شي ،نو دمنسا په امتحان کې ګډون وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4099407  

captcha